موسيقي پر ټولنه مثبت اغېز لرلای شي: ماهي شاه

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

دا اوونۍ مو د خيبرپښتونخوا د کرک له ځوان سندرغاړي سيد ماهي شاه سره خبرې کړې دي.

نوموړي په انګرېزۍ کې ماسټري کړې او د پېښور پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې استاد دی.

ماهي شاه په وروستيو کې يو شمېر نوې سندرې جوړې او پر انټرنېټ خپرې کړې دي.

دی وايي، په خپلو سندرو کې د شعر او موسيقۍ معيار ته زيات پام کوي.

د ماهي شاه دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ