ایران روسۍ خبریاله خوشې کړه

روسۍ خبریاله یولیا یوزیک.

ایران یوه روسې خبریاله یولیا یوزیک له یوې اوونۍ تر بند وروسته خوشې کړه.

په تهران کې د روسې سفارت ویلي، خوشې شوې خبریاله د اکتوبر پر۱۰مه سهار وختي له ایرانه مسکو ته په تلونکي پرواز کې سپره شوې.

روسي رسنیو په تهران کې د خپل سفارت د یو بیان په حواله ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت او سفارت ګډو هڅو ایران راضي کړ چې یولیا خوشې کړي.

روسۍ خبریاله د اکتوبر پر دویمه په تهران کې له یو هوټله نیول شوې وه.

د نوموړې د نیونې وجوهات ناڅرګنده دي البته د خبریالې پخواني خاوند پر ټولنیزو رسنیو لیکلي ول چې نوموړې د اسرایلو له استخباراتو سره د همکارۍ په تور نیول شوې او هغې ته تر لسو کلونو سزا کېدلای شي.