'افغان ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي'

د افغان ځواکونو هوايي ځواک.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولسواليو کې د سختدریځو ډلو پرضد یې په پوځي عملياتو کې زیاتوالی راوستی دی.

د دې وزارت وياند روح اله احمدزي د اکتوبر پر اتمه ماښام مشال راډيو ته وويل، د عملياتو شدت د جمهوري رياست د تېرو ټاکنو له کبله لږ کم شوی وو.

احمدزي زیاته کړه، د افغانستان امنيتي ځواکونو د تخار او بدخشان په ګډون په څو ولايتونو کې پرمختګونه کړي او په عملياتو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.