ایسوسشييټډ پریس لیکي، پاکستان ته ۱۰ کاله وروسته نړیوال کرېکټ ستون شو.
د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کراچۍ کې د سري لنکا او د پاکستان د ملي لوبډلو ترمنځ مېچ پاکستان په ۷۶ منډو وګاټه.
په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې د سريلنکا پر ټیم له حملې وروسته بهرنیو لوبډلو پاکستان ته ورتګ پرې ایښې وو. په هغه برید کې اته کسان وژل شوي او د سريلنکا د څو تکړه لوبغاړو ترڅنګ یو شمیر کسان ژوبل شوي ول.
له بريد وروسته د پاکستان او نورو لوبډلو لوبې په متحده عرب امارات اونورو هیوادونو کې کیدلې خو اوس لومړی ځل دی چې د سريلنکا لوبډله د درې یو ورځنیو او درې ۲۰ اوریزو نړیوالو میچونو لپاره پاکستان ته تللې ده.
په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې د سريلنکا پر ټیم له حملې وروسته بهرنیو لوبډلو پاکستان ته ورتګ پرې ایښې وو. په هغه برید کې اته کسان وژل شوي او د سريلنکا د څو تکړه لوبغاړو ترڅنګ یو شمیر کسان ژوبل شوي ول.
د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر احساني ماني د سېپتمبر پر ۳۰مه خبرې غونډې ته وویل د نورو هېوادونو پر ځایې که نور نړیوالې ډلې د پاکستان سره لوبې په پاکستان کې دننه وکړي نو غوره به وي.
هغه وویل، د لوبغاړو خوندیتوب لپاره به سخت امنیتي ګامونه اخلي.
غونډې ته د سريلنکا د مواصلاتو او ورزشي چارو وزیر هارین فرنانډو پر نورو نړیوالو ټیمونو غږ وکړ چې پاکستان ته دې د کرېکټ لپاره ورشي.
اژانس لیکي، له هوټله تر میدانه د لوبغاړو د تګ په مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول.
احسان ماني زياته کړه، د استرالیا د کرېکټ چارواکو د پاکستان سفر کړی او ټاکل شوې چې د برتانيا او ایرلېنډ د کرکټ چارواکي هم پاکستان ته ورشي او امنیت له نزدې وګوري.
د سريلنکا له ټیم سره ځینې لوبغاړي پاکستان ته نه دي تللي خو فرنانډو وایي، هغه لوبغاړي چې پاکستان ته تللي دي د نه تللو لوبغاړو پرتله به ډېر اعتماد ترلاسه کړي.
دا هم وګورئ:
پاکستانۍ لوبډله باید فیلډینګ ښه کړي: سرفرازد پاکستان او سريلنکا د ټیمونو ترمنځ سږ کال په ډېسمبر کې ټیسټ لوبې کیږي. فرنانډو هیله وښودله چې هغه میچونه به هم په پاکستان کې وکړي.
احسان ماني وویل، هڅه کوي چې د سختو امنیتي تدابیرو د نیولو له وجې پر لوبغاړو د پرېوتونکيو فشار پر ځایې هغوی ته ارامه چاپیرچل جوړ کړي خو داسې وخت ښایي څو کاله وروسته راشي.