پاکستان له افغانستان سره تر ټاکنو ټولې پولې وتړلې

پاکستان وايي په افغانستان کې د انتخاباتو پر مهال د امنیت ټینګ ساتلو لپاره یې پر پاک -افغان پوله سخت حفاظتي ګامونه اخیستي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سېپټبر پر۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغانستان سره د ملاتړ په مقصد د سېپټمبر ۲۶م تر ۲۹م پورې پر پوله د پیاده خلکو د تګ راتګ په ګډون د تجارتي ګاډو سخت چیکنګ کوي.

د خبرپاڼې له مخې په ایمرجنسي بنیادونو د ناروغانو علاوه د تګ راتګ ټولې لارې به د سېپټمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه بندې وي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د ګډوډولو خبردارى ورکړ.

په افغانستان دغه ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې څو اوونۍ مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ټکنۍ شوې او په دې هیواد کې يې د نورې ناامنۍ وېره زياته کړې ده.