سعودي د سیلانیانو جذبولو لپاره د وېزې شرایط اسانه کړل

د سعودي عرب بیرق.

سعودي عرب په لومړي ځل د ۴۹ ملکونو وګړو ته د ویزو ورکولو اعلان کړی چې هدف یې د سیلانیانو جذبول او اقتصاد له تېلو له انحصار اړول دي.

رویټرز اژانس د سېپټمبر پر۲۷مه د هغه هیواد د سېلګرۍ د ادارې د مشر احمد ال خطیب له خولې لیکلي چې د ښځو د سفر په مهال عبایه یا برقعه لازمي نه ده خو د سمندر په غاړو او په ولسي ځایونو کې باید مناسبې جامې واغوستل شي.

هغه وویل د شرابو په څښلو به هم بندېز وي.

د معلوماتو له مخې، د سعودي ویزه د انټرنیټ له لارې په ۸۰ ډالره ترلاسه کېدای شي او د پخوا برعکس داسې ښځې هم ویزې اخیستلای شي چې محرم ورسره نه وي.

خو د مسلمانانو سپیڅلو ښارونو مکې او مدینې ته د سېلګرو په ورتګ به بندیز وي.

خطیب وویل چې د چین، جاپان، اروپا او امریکا د سېلګرو جذبول یې په لومړیتوبونو کې دي.