د القاعده روزلو په اړه د عمران خان د څرګندونو د هغه او پوځ پر اړیکو اغېز؟

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امريکا د سفر پر مهال ويلي وو چې د هېواد پوځ او استخباراتي ادارې ای اېس ای يې د القاعده په ګډون په افغانستان کې د نورو جګړه مارو ډلو روزنه کړې وه.

نوموړي دا خبره د سېپټمبر پر ۲۳ مه نېټه د امريکا څيړنيز مرکز کونسل فار فارن رېلېشنز له خوا جوړې شوې غونډه کې وکړه.

خو د نوموړي دا وينا په پاکستان کې پوښتنې راپورته کړي چې د هېواد وزيراعظم څنګه د خپل پوځ او استخباراتي ادارې په اړه داسې يوه خبره کولای شي؟

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره دا پوښتنه څېړل شوې چې ولې عمران خان په ډاګه دومره حساسه خبره کړې او ایا دا به د هغه د حکومت او پوځ ترمنځ پر تعلقاتو څه ناوړه اغېز وکړي او که څنګه؟

د بحث ميلمانه د پاکستان د پوځ پخوانی افسر برېګېډيير سيد نذير او د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سېنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

القاعده د روزلو په اړه د عمران خان د څرګندونو د هغه او پوځ پر تعلقاتو اغېز؟