برتانوي وزیر اعظم پر ایران د نازنین زاغري پرېښودو ږغ کړی

ایراني نژاده برتانوي نازنین زاغرې

د برتانیا وزیر اعظم بوریس جانسن له ایران ولسمشر حسن روحاني غوښتي چې ایراني نژاده برتانوی نازنین زغاري او نور غبرګ شهریت لرونکي کسان دې د ایران له بنده خوشي کړي.

نوموړي دا غوښتنه د سېپټمبر پر ۲۴مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د غونډې پر مهال کړې ده.

د بوریس جانسن ویاند په یو بیان کې ویلي، وزیر اعظم روانه میاشت د سعودي عرب د تیلو په تنصیباتو د بریدونو په ګډون په سیمه کې د ایران لخوا د بې ثباتۍ د فعالیتونو په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي دي.

جانسن د ایران اټومي تړون لپاره پر ملاتړ او د یو جامع کامیابه هوکړې ترڅنګ د خبرو پر ضرورت هم ټینګار وکړ.

نازنین له تیرو درو کالونو راهیسې په ایران کې بندي ده.

بلخوا برتانیا، فرانس، جرمني او امریکا تور پوري کوي چې ایران د سعودي عرب د تیلو په تنصیباتو بریدونه کړي دي خو تهران یې ردوي.