پاکستان کې زلزلې ۲۳ کسان وژلي او ۴۰۰ ژوبل کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان کې زلزلې ۲۳ کسان وژلي او ۴۰۰ ژوبل کړي

د سېپټېمبر پر ۲۴مه د پاکستان د سرښار اسلام اباد په ګډون د خېبر پښتونخوا، پنجاب او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په يو شمېر سيمو کې زلزله وشوه چې د چارواکو په وينا يې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي او تر ۴۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي.

دغې زلزلې تر ټولو زيات ځاني او مالي تاوانونه د کشمير په ميرپور سيمه کې اړولي دي. زلزلې يوشمېر ودانۍ او پاخه سړکونه هم زيانمن کړل.

د زلزلې د کچ معلوملو امريکايي او پاکستانيو ادارو ويلي چې د زلزلې مرکز د پنجاب له جهلم ښار څخه پنځه کلوميټره ليرې و او ژوروالی يې ۱۰ کلوميټره و. د رېختر پر کچ د زلزلې زور ۵،۸ ثبت شوی دی. که څه هم د زلزلې تکانونو له ۱۵څخه تر شلو ثانيو دوام وکړ خو زور يې زيات و.

تر دې وړاندې د ۲۰۰۵م کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان ترانتظام لاندې کشمير او د خېبر پښتونخوا په هزاره او ملاکنډ ډويژنونو کې زلزله راغلې وه چې تر ۷۰ زره زيات کسان يې وژلي وو او لسګونه زره نور يې ټپيان کړي وو.