د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې هیله وښوده چې د افغانستان سولې خبرې بیرته پیل شي.
پاکستانۍ سرکاري راډیو راپور ورکوي چې عمران خان په نیویارک کې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ضروري بللی او په دې برخه کې یې له هر ډول هڅو سره د خپل هېواد ملاتړ ښودلی.
د پاکستان وزیر اعظم ویلي چې د افغانستان کړکیچ له پوځي لارو نه شي هوارېدلی.
له هغې راوروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان له وزیر اعظم سره ګوري او ورسره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي.
خپله زلمي خلیلزاد د دې لیدنې په اړه هېڅ تبصره نه ده کړې، خو پاکستانۍ سرکاري راډیو په دې لیدنه کې د نوموړې له خولې ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره له پاکستان سره د ګډ کار دوام غوښتونکی دی.
دوې اونۍ مخکې په کابل کې د طالبانو تر یوه ځانمرګي برید وروسته چې د یوه امریکايي سرتېري په شمول یې ۱۲ کسان ووژل، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا هغه مذاکرات ودرول چې پکې له نهو پړاوه خبرو وروسته دواړه لوري د هوکړه لیک پر یوه مسودې سره سلا شوي وو.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.