عمران خان د سعودي تېلو پر چڼځیو بریدونه وغندل

سعودي عربیه: پاکستانی وزیر اعظم عمران خان له سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ریاض کې روغبړ کوي. ۲۰۱۹ز کال، ۱۹م سېپټېمبر

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په سعودي عرب کې د تيلو پر چڼځیو بريدونه وغندل.

بیګا د وزيراعظم له دفتره په خپور شوي بيان کې راغلي چې عمران خان پرون (د سپټمبر پر ۱۹مه) د سعودي عرب دوه ورځني سفر پر مهال جدې ته ورسېدو او تر هغې وروسته یې په ریاض کې له پاچا سلمان سره د لیدنې پر مهال دا ژمنه تکرار کړه چې حرمین شریفین ته د ګواښ په صورت کې به له هغه هېواد سره درېږي.

بیان وايي،‌ چې عمران خان په پنجشنبه له ولي عهد محمد بن سلمان سره هم ولیدل او د هند تر انتظام لاندې کشمير کې د روانو حالاتو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.

د سعودي عرب د بقیق تېلو پر تاسیساتو د سېپټېمبر پر ۱۴ مه ډرون بریدونه وشول چې په یمن کې حوثي یاغیانو یې ذمه واري منلی ده. خو واشنګټن او ریاض د بریدونو تور پر ایران لګوي چې تهران یې ردوي.