ولسمشر غني له عمران خانه د ولسمشرۍ ټاکنو کې همکاري غوښتې

افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان

ولسمشر اشرف غني د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان سره په ټيليفوني خبرو کې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پاکستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ارګ نن په یوه خبرياڼه کې وویل، په دې ټيليفوني تماس کې چې د عمران خان له خوا نیول شوی وو، د سولې او انتخاباتو پر اړوندو مسایلو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني په تېرو انتخاباتو کې د پاکستان ونډې ته د اشارې په ترڅ کې له ښاغلي عمران خان څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې د تشدد د پېښو د کمولو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.