بلاول د مولانا فضل الرحمن ازادۍ مارچ ملاتړ اعلان کړ

بلاول بوټو زرداري په ټول ګوندیزه غونډه کې د مولانا فضل الرحمن ترڅنګ ناست دی. ۲۶م جون، ۲۰۱۹ز کال

د پاکستان پیپلزپارټۍ شریک چېرمین بلاول بوټو زرداري یو وارې بیا د مولانا فضل رحمان د حکومت پر ضد د کېدونکي احتجاج اخلاقي او سیاسي مرستې اعلان وکړ او وویل که د دوی غوښتنو ته پام وګرځول شو نو ممکن ده چې دوی په دغه ازادي مارچ کې ګډون وکړي.

نوموړي وویل د دوی غوښتنې دې چې د مېډیا پر ضد دې عدالتونه جوړول ودرول شي او د احتساب قانون د دې د ټولو لپاره یو رنګ وکارول شي.

بل پلو د اطلاعاتو لپاره د وزیراعظم سلاکاري فردوس عاشق خپل ټویټر پاڼه باندې ویلي دغه خصوصي ټریبونل د مېډیا کارکونکیو د مسلو د حل لپاره جوړ کړل شوي او د وزیراعظم په مشرۍ کې پاکستان تحریک انصاف د رایو پر ازادۍ باور لري.

په اسلام آباد کې د شورو په ماسخوتن ناوخته د پاکستان پیپلز ګوند شریک چېرمین بلاول بوټو زرداري ویلي د مولانا فضل رحمان په ازادي مارچ کې دوی ګډون کولی شي خو که یې د دوی ځینې غوښتنې په خپلو غوښتنو کې ورګډې کړې.

د حکومت لخوا د سیاسي ګرفتاریو او د اقتصادي ناسمو پالیسو وروستو ښکاري داسې چې ټول سیاسي ګوندونه به یو کېږي چې د حکومت لپاره ترې مسلې جوړېدای شي.
محمود جان بابر


بلاول بوټو زرداري د خپلو دغه غوښتنو په اړه وویل د نېب تور قانون یواځې د سیاسي مخالفینو لپاره جوړ کړل شوی نو باید د احتساب قانون دې د ټولو سیاست والو جرنیلانو او ججانو پر ضد یو شان وکارول شي او د اتلسم ائیني ترمیم تحفظ دې وکړل شي او په میډیا د بندیز لپاره چې کوم خصوصي عدالتونه جوړول کېږي د هغې مخه دې ونیول شي.

د بلاول بوټو زرداري په وینا چې د یوې مشترکه کړنلارې جوړولو لپاره خپله یوه ډله مولانا فضل رحمان ته ورلېږي چې دا چارې مخ پروړاندې بوتلل شي.

''د حکومت پرضد چې کوم تنقیدونه دي موږ په ګډه سره یوشمېر ټول ګوندیزه او د رهبر کمېټۍ غونډې کړي دي او دغه دوران ما یو دوه اعتراضونه راپورته کړي وو خو هغې ته توجه ورنکړل شوه او که توجه ورته ورکړل شوې وه نو کېدای شي موږ په ګډه سره احتجاج کولی شو خو له بدمرغه هغې ته تر اوسه توجه ورنکړل شوه خو د دې مطلب دا نه دې چې اپوزیشن په ګډه سره احتجاج نه شي کولای نو زه نن یو وارې بیا دا تکراروم چې موږ به د مولانا فضل رحمان د لانګ مارچ اخلاقي او سیاسي مرسته کوو خو زه د خپلې پارټۍ نمایندګان لېږم چې له مولانا صېب سره خبرې وکړي چې موږ وګورو چې د دې لپاره کومې لارې راوباسل شو.''

مشال راډیو چې د بلاول بوټو زرداري په دې دریځ په پېښور کې د خبریال او د سیاسي چارو تجزیه کار محمودجان بابر نه وپوښتل نو هغه وویل د حکومت لخوا د سیاسي ګرفتاریو او د اقتصادي ناسمو پالیسو وروستو ښکاري داسې چې ټول سیاسي ګوندونه به یو کېږي چې د حکومت لپاره ترې مسلې جوړېدای شي.

د نوموړي په خبره: ''دا ټول صورتحال چې کوم جوړ دی په دې کې به حکومت ته مشکلات سیوا کېږي او د مولانا فضل رحمان سره که مسلم لیګ ن ورسره یو ځای وي او که پیپلزپارټي ورسره یو ځای وي نو اوس که تاسو وګورئ نو ښکاري چې داسې څوک شته هغه حکومت سره هم دي او حکومت ته مشکلات هم جوړوي نو زه فکر کوم که څوک هم دا مشوره ورکوي او دې وخت کې چې کوم د ملک حالات خراب دي په اقتصادي توګه خراب دي او له هند سره هم خراب دي نو د دې وجه به حالات نور هم خراب شي.''

د بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې یو څو ورځې وړاندې د پاکستان مسلم لیګ ن مشر شهباز شریف له مولانا فضل رحمان سره په ملاقات کې په اکتوبر میاشت کې د حکومت ضد ازادي مارچ کې د ګډون ویلي وو.

د اپوزیشن ګوندونو په دې احتجاج د حکومت څه تازه دریځ مخې ته نه دی راغلی خو د سېپټېمبر پر یولسمه له ډان ورځپانې سره مرکه کې د کورنیو چارو وفاقي وزیر اعجازشاه وویلي ول چې د مولانا احتجاجي غونډې مخه به نه نیسي خو هغه چې څه غواړي په دې طریقو يې نه شي ترلاسه کولی.