د جلال اباد شناختي کارډ پر دفتر ځانمرګی برید، ۱۲ تنه ژوبل

امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې نن په مرکز جلال اباد کې د تذکرو پر یوه مرکز بريد کې ۱۲ کسان ژوبل شوي.

د ننګرهار د پوليسو قومندانۍ وياند مبارز اتل مشال رېډيو ته وويل چې د ژوبلو حالت د انديښنې وړ نه دی.

د ننکرها ر چارواکي وایي نن ماسپښین شاوخوا پينځه بریدګر د تذکرو د ویش دفتر ته ننوتل چې وروسته يو پکې ځانمرګي بريد وکړ او دوه د امنيتي سرتيرو لخو ووژل شول او د نورو دوو لټون روان دی.

د ولايت د رسنيو دفتر وايي د دفتر کارکوونکي يې ژغورلي دي. د بريد زمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې

د ننګرهار د والي ویاند عطاو الله خوږیاڼی وایي، برید نن له غرمې پس شااوخوا یوه نیمه بجه د جلال اباد ښار په درېیمه حوزه کې شوی دی.

مبارز اتل د ننګرهار د پولیسو ویاند ازادي راډیو ته وویل، تر برید وروسته یو شمېر وسله وال د الکترونیکي تذکرو ادارې ودانۍ ته ننوتي دي.

اتل وویل، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له بریدګرو سره جګړه روانه ده.

هغه وویل، اوسمهال د بریدګرو د شمېر او اوښتیو زیانونو په اړه معلومات په واک کې نه لري.

خو ظاهر عادل د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند وایي، تردې مهاله د برید له سیمې د یوه ماشوم، یوې ښځې او یوه دولتي سرتېري په ګډون لس ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

تر اوسه ددغه برید مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.