افغانستان زېمبابوې ته ماتې ورکړه

پخوانی تصوير: افغان لوبډله

د سېپټېمبر پر ۱۴مه، د بنګلادېش په ډاکه کې د کرکټ ۲۰ اوريزه سيالو کې افغانستان زېمبابوې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شوي ۲۰ اورونو کې ۱۹۷ رنز جوړ کړل چې په ځواب کې زېمبابوې د اووه لوبغاړو په زيان ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

نجيب ځدراڼ ۶۹ منډې وکړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

په ۲۰ اوريزه سيالو کې افغانستان، بنګلادېش او زېمبابوې ترمنځ مقابلې کېږي.

د سېپټېمبر پر ۱۵مه د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ مقابله ده.

د درو هېوادونو، افغانستان، بنګلادېش او زېمبابوې د کرکټ دا سیالۍ د جمعې پر ورځ پېل شوې دي.