سعودي عرب وايي بې پایلټه الوتکو يي په یوه مهمه سیمه کې د تیلو را اېستلو یو میدان په نښه کړی دی.
د سعودي عرب د کورنیو چارو وزارت د سپټمبر پر ۱۴مه دا بریدونه په بقیاق سیمه کې د تیلو د پاکولو پر یو مرکز شوي دي.
د دوي په وینا ، دا مرکز نړۍ ته د تیلو د رسد لپاره ډیره وړتیا لري. د برید نه وروستو په دغه ځاي کې د اور لمبې پورته شوې دي.
په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه دي ترلاسه شوي.
تر اوسه چا د بریدونو ذمه واري نه ده منلې ، خو له دې وړاندی حوثیانو په سعودي عرب ډرون بریدونه ترسره کړي.
د سعودي عرب په مشرۍ یو پوځي ایتلاف له کال دوه زره پنځلسم راهیسې د ایران پلوه حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي.