افغان چارواکي وايي، په کابل ولایت کې د کمانډو قول اردو دروازې مخې ته ځانمرګي برید لږ تر لږه څلور افغان امنیتي سرتېري وژلي دي او درې نور ژوبل دي.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمد زي مشال رېډيو ته وویل یوه ځانوژونکي بریدګر له باروتو ډک مرسډیز موټر په "ریشخور" سیمه کې د کمانډو قول اردو دروازې مخې ته الوزولی. ریشخور د کابل سوېل ته په چهاراسیاب ولسوالۍ کې پروت دی.
دا هم وګورئ:
نور له طالبانو سره خبرې له منځه تللې: ټرمپیوه خبریال طلوع نیوز ټیلیويژن ته ویلي چې یوشمېر وسله والو په دغه پوځي مرکز برید کړی او جګړه لا هم روانه ده. خو ښاغلي احمد په چاودنه پسې د نورو وسله والو د حملې خبر رد کړی دی. طالبانو د دې برید ذمه واري منلې ده.
تیره اونۍ امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د اتلس کلنې جګړې ختمولو لپاره مذاکرات له منځه یووړل.