د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سېپټېمبر پر لومړۍ پر ټوېټر لیکلي چې کابل ته ورځي.
خلیلزاد په قطر کې له طالب پلاوي سره د وروستیو خبرو جزییات د افغانستان له حکومتي چارواکو سره شریکوي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې خلیلزاد به له طالبانو سره د شویو مذاکراتو پایلې له ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو چارواکو سره شریکې کړي.
خلیلزاد پر داسې مهال د کابل په سفر دی چې د اګست پر ۳۱مه طالبانو په کندوز ښار برید وکړ.
تر دې یوه ورځ وروسته وسله والو طالبانو په شمال کې پر پلخمري ښار هم برید وکړ.
خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه غبرګون ښودلی دی.
نوموړي د اګست په ۳۱مه پر ټوېټر ولیکل:
"ما پر کندز حمله نن د طالبانو استازو ته ور یاده کړه او ورته ومې ویل چې داسې تشدد باید ختم شي."
ما نن په خبرو کې د کندز برید یاد کړ او طالبانو ته مې وویل چې دغه ډول زورزیاتی باید ودرول شي. سربیره پر دې، جنرال میلر نن د کندز لیدنه وکړه او افغان ځواکونو ته پر مرستې تمرکز کوي چې د ښار دفاع کوي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 31, 2019
خلیلزاد په یوه بل ټوېټ کې لکیلي:
"جګړه به یوازې هغه وخت پای ته رسېږي چې دواړه خواوې موافقه وکړي چې باید پای ته ورسېږي."
بلاخره، جګړه به یوازې هغه مهال ختمه شي چې ټولې غاړې یې پر ختمولو موافقه وکړي. ټول افغانان باید د یو سیاسي جوړجاړي او هر اړخیز اوربند ترلاسه کولو لپاره، په بین الافغاني مذاکراتو کې سره راټول شي. ډاډه یم چې موږ د زورزیاتي د لږولو او د سولې د ترلاسه کولو پر یوازنۍ عملي لارې یو.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 31, 2019
طالبانو پر کندوز او پلخمري په داسې وخت کې بریدونه ترسره کړي چې د دوی استازي په دوحې کې له امریکايي چارواکو سره د سولې پر خبرو هم بوخت دي او راپورونه وايي چې د سولې موافقه نهايي کېدو ته نږدې شوېده.
امریکا غواړي چې د سیاسي حل د موندلو په مټ په افغانستان کې ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
خو د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د اګست پر ۳۱مه وویل چې پر کندز ښار حمله په بشپړ ډول د سولې د خبرو پر ضد کار دی.
د اېسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، تمه ده چې خلیلزاد به نن یکشنبه( د سېپټمبر لومړۍ) په کابل کې وي او د افغانستان حکومت ته به په قطر کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړي.
موږ په قطر کې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پاې ته ورساوه. زه به نن وروسته د سلامشورو لپاره کابل ته سفر وکړم.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) September 1, 2019
خو کابل ته د خلیلزاد د ورتګ په اړه لا د افغانستان حکومت څه نه دي ویلي.
خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلي چې ټول افغانان باید په بین الافغاني مذاکرو کې کېني چې یو سیاسي جوړجاړی وشي او هر اړخیز اوربند ټینګ شي.
هغه باور څرګند کړی چې یوازنۍ عملي لار یې خپله کړې چې د تشدد په کمېدو او د سولې په ټینګښت ختمېږي.
خلیلزاد همدا راز اشاره کړې چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت او ټولو امریکايي قواوو قوماندان جنرال سکاټ مېلر کندز ته تللی وو او له کندزه د دفاع لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم پرون ( د ګست ۳۱مه) په کندز کې خبریالانو ته وویل چې په کندز کې امنیتي قواوې د بهرنیو ځواکونو کلک ملاتړ لري او هغه ولایت ته یې د جنرال سکاټ مېلر د سفر خبر ورکړ.
اسدالله خالد وویل چې په کندز کې تصفیوي عملیات روان دي او ده رد کړه چې د کندز ښار سقوط کړی وو.
اسدالله خالد وویل:
"هماهنګي نه یوازې دا چې زموږ د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ موجوده ده، بلکې د جنرال مېلر راتګ یې یو مثال دی چې له نړیوالو همکارانو سره هم هماهنګي لرو."
د اسدالله خالد دا ویډیويي بیان د دفاع وزارت د مرستیال ویاند پر ټوېټر خپور کړی دی.
وسله والو طالبانو د اګست د ۳۰مې د سهار په دوو بجو د کندز پر ښار له څو اړخونو وسله واله حمله پیل کړه.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل چې په حمله کې د تلفاتو وروستی دقیق شمېر لا نه دی څرګند.
وسله والو طالبانو په ۲۰۱۵ میلادی کال کې د کندز ښار نیولی وو خو د ناټو په ملاتړ د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې له ښاره وایستل شول.
تر هغه یو کال وروسته وسله والو طالبانو بیا د کندز ښار د لنډې مودې لپاره ونیو او خپل بیرغ یې د ښار پر چوک ځړولی وو.