سوات کې ميرني ورور سندرغاړې خور وژلې ده

سندرغاړې ثنا

سوات - د خېبر پښتونخوا په سوات مينګوره کې ثنا نومي ۱۶ کلنه سندرغاړې وژل شوې ده.

د مينګورې بڼ تاڼې پوليسو مشر طارق خان وايي چې نن سهار (د اګست پر ۳۰مه) چې کله په بڼ محله کې سندرغاړې ثنا د ښادۍ له يوه پروګرام څخه راستنه شوه نو په خپل کور کې يې ميرنی ورور پر پيسو جنجال ورسره وکړ. وروسته هغه ثنا په چړو ووهله چې بيا په ژوبل حالت کې روغتون ته ورسول شول خو هلته يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

پوليس وايي چې د وژل شوي سندرغاړې د ورور ((قاسم)) د ګرفتارۍ هڅه کوي.

د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له دې وړاندې هم ځينې سندرغاړې، نڅاګرې او او اداکارانې وژل شوي چې د وژنو تور يې پر خپلوانو پورې شوی دی.