د پښتون اتل ملک کالو خان پر قبر ګنبد جوړ کړل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ملک کالو خان پر قبر ګنبد جوړ کړل شوی دی. له دې وړاندې د نوموړي قبر د کالو ډېر په يوه هديره کې يو عادي قبر و. کالو خان په ۱۶مې ميلادي پېړۍ کې د يوسفزيو لوی مشر پاتې شوی او د مغلو پر ضد يې د يوسفزيو د جنګ مشري کړې وه. نوموړي مغلو ته په لويو جنګونو کې ماتي ورکړې وه. نور حال د ځلاند يوسفزي په ويډيويي راپور کې.