له طالباتو سره د تړون په صورت کې د افغانستان ممکنه وضعيت؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان سولې په لړ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبرې اترې په قطر کې دوام لري. دواړه غاړې وايي چې ډېر ژر به يوې موافقې ته ورسېږي. بل لور ته د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی هم له طالبانو سره خبرو اترو ته تیاری نيسي. د تړون په صورت کې د افغانستان د حالاتو په اړه يو شمېر پوښتنې په ذهنونو کې ګرځي؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې کابل مېشت خبریال او څېړونکي بلال سروري او اسلام اباد کې د مشال راډیو خبريال طاهر خان سره هم دغه پوښتنې څېړل شوې دي.