ایران څلور بندیوانې مېرمنې خوشې کړې

د بشري حقونو د څار د نړېوالې ادارې يوې څېړونکې ويلي، تهران هغه څلور مېرمنې خوشي کړې چې په مبينه توګه د سړو په جامو کې د فټبال لوبې کتو ته لوبغالي ته ورغلې وي.

دوي د ايراني حکومت لخوا د لوبو میدان ته د ښځو پر ورتګ د بنديز ضد د احتجاج لپاره دا ګام پورته کړی وو.

د سازمان یوې څېړونکې تارا سفريفر د اګست پر ۱۷مه په ټوېټر وويل چې یادې څلور مېرمنې په ضمانت خوشي شوې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې یوې مشرې منکي ورډن د اګست پر ۱۶مه د فټبال پر نړېوال فیدراسیون یا فیفا غږ کړی وو چې د ایران پر ضد دې بندیزونه اعلان کړي ځکه چې هغوی جنسي توپېر پالي.

د اګست پر ۱۷مه په خوشې شویو مېرمنو کې د زهرا خوشنواز په نوم یوه مشهوره مدني فعاله هم شامله ده. تر څنګ یې نورې خوشې شوې ایرانۍ مېرمنې فروغ الايي، لیلي مالیکی او هدیه مروستي نومېږي.