پراګ ـ په هانګ کانګ کې جمهوریت پلوه مظاهره کوونکي د اګست پر ۱۱مه هم په لارو کوڅو کې د مظاهرو نیت لري. دا په داسې حال کې ده چې پولیسو په دغه ښار کې پر مظاهرو د بندېز اعلان هم کړی دی.
د چین تر واک لاندې د دغې سیمې په بېلابېلو ځایونو کې مظاهره چیان پر حکومت د فشار اچولو په موخه اعتراضونه کوي. هلته چین دړکه کړېده چې که مظاهرې ارامې نه شوې نو دوی به په هانګ کانک کې پوځي مداخله وکړي.
د هانګ کانګ بیجنګ پلوه مشر کیري لام خبرداری ورکړی چې ښار د اقتصادي بحران سره مخامخ دی
په ۱۹۹۷ کال کې چې د هانګ کانک د واک چارې له برېتانیا څخه چین ته سپارل کېدې نو داسې معاهده شوې وه چې تر راتلونکو پنځوسو کلونو پورې به د «یو هیواد ـ دوه نظامونو» تر فارمولې لاندې به هانګ کانګ خپل ټولنیز، قانوني او سیاسي نظام ولري.
خو د چین کمونیسټ ګوند په پراخ ډول له هغه تړونه په شا شوی او قانوني بدلونونه یې رامنځ ته کړي چې هرکلی یې نه دی شوی.
مظاهرې د هغې قانوني مسودې په غبرګون پیل شوې چې که د هانګ کانګ پارلېمان منظور کړې وای نو پر ځینو مشکوکو کسانو به په چین کې مقدمې کېدې.
دغه قانوني مسوده که څه هم وځنډول شوه خو مظاهره کوونکي اوس د مستقیمو ټول ټاکنو، د اوسني قانون سازۍ د منحلولو او په مبینه توګه د پولیسو لخوا پر خلکو د سخت تشدد د پلټنو غوښتنې کوي.
په داسې حال کې چې حکومت د هانګ کانګ د مظاهره کونکیو خلاف سخته رویه خپله کړېده، اوسنۍ مظاهرې بې سارې ګڼلې شوې دي چې د شنونکو په اند د بیجنګ لپاره سختې سیاسي ننګونې پیدا کولی شي.
د مظاهرو له وجې په هانګ کانک کې د هوټلونو، سیاحت او اقتصادي سیکټور چارې اغېزمنې شوې دي.
د هانګ کانګ بیجنګ پلوه مشر کیري لام خبرداری ورکړی چې ښار د اقتصادي بحران سره مخامخ دی.