د امريکې ټيکساس ايالت ګورنر دفتر نن مطبوعاتو ته ويلي چې دغلته د اګست په درېيمه د يو کس په ډزو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی. ۲۶ نور زخميان دي چې د ځينو حالت ښه نه دی.
چارواکي وايي د الپاسو ښار په وال مارټ سوپر مارکيټ کې دا بريد یو ۲۱ کلن کس کړی دی چې دا مهال ترې تحقیقات روان دي. د الپاسو پوليسو مشر ګرېګ ايلن ويلي د پلټنو پر مهال یې د بريدګر داسې ليکنیز اسناد تر لاسه کړي چې ښيي دا جرم ښايي له ځينو خلکو د نفرت پر بنياد شوی وي.
د راپورونو ترمخه د پېښې اکثره قربانيان لاتين امريکايان دي. په وژل شوو کې لږ تر لږه درې او په زخميانو کې شپږ کسان د ميکسيکو هېواد پيژندل شوي.