ږوب کې دې د ایف سي چیک پوسټونه ختم شي: ګوندونه

د سیاسي ګوندونو د احتجاج عکس

پراګ: د بلوچستان په پښتنه سیمه ږوب کې سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې ده چې د دوي له سیمې دې د ملېشه ځواک - ایف سي - د تلاشۍ پوستې لرې کړل شي.

په ږوب کې د ټولو سیاسي ګوندونو پر استازو مشتملې ایکشن کمېټۍ غړي وايي ، د ږوب ولس د ایف سي ځواک له چیک پوسټونو تنګ شوی دی او دا دې لرې کړل شي.

دوي د اګست پر لومړۍ نېټه تر کاربندیز او احتجاج وروسته مشال راډیو ته وویل چې د امنیت چارې دې پولیس او لیویز ته وسپارل شي.

په یاده کمېټۍ کې د تحریک انصاف استازي داود مندوخېل مشال راډیو ته وویل ، ایف سي ځواک یوازې خلک ځوروي.

ده وویل ، “ایف سي ځواک پر چیک پوسټونو له خلکو بتې اخلي او موږ ته یې هیڅ کله امنیت نه دی راکړی نو دوي دې له دې لارو دا چیک پوسټونه لري کړي او سرحدونو ته دې یوسي.”

د جمعیت علما اسلام ف ډلې استازي حافظ حضرت ګل وویل ، حکومت دې ولس ته ووایي چې د ایف سي دا چیک پوسټونه یې د څه دپاره جوړ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې “له ږوب څخه د کوټې پر لاره هره ورځ په زرګونه خلک سفر کوي او په دې کې کورنۍ وي او ناروغان وي. او ایف سي پر هر چیک پوسټ ټول خلک راکښته کوي او شناختي کارډونه یې ګوري.”

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر عبدالسلیم مندوخېل وویل ، دا څنګه چیک پوسټونه دي چې د بریدونو مخه نشي نیولای خو عام خلک ځوروي.

عبدالسلیم مندوخېل وویل ، “موږ وایو چې دا ناروا چیک پوسټونه دې ختم شي. چې موږ له کوره ووځو نو دوي وايي که کومې خوا را روان یې او چېرې ځې. دا یوازې خلک بې عزته کول دي.”

د ږوب د سیاسي ګوندونو د استازو دا غوښتنه مو د بلوچستان د حکومت له ویاند لیاقت شاهواني سره شریکه کړه خو هغه یو ځل وویل چې په سفر کې دی او بیا یې ټلیفون ته ځواب نه وایه.

ایف سي ځواک امنیتي پوستې د خلکو د امنیت ساتنې لپاره بولي د ږوب په توره درګه کې د وژل شوي کس په اړه وايي دا کس هغه مهال وژل شوی چې دوي د قاچاقبرو پر نه درېدونکي موټر ډزې کړې وې.

خو د ایکشن کمېټۍ غړي دا نه مني او وايي چې دا کسان پر چیک پوسټ تېرېدل او ایف سي پر ډزې کړې دي.

تر ږوب وړاندې د قبایلي ضلعو او خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې هم د پوځ او امنیتي ځواکونو د چیک پوسټونو پرضد احتجاجونه شوي دي.