پېنډۍ کې پاکستانۍ پوځي الوتکه پر کورونو لوېدلې، ۱۸ تنه وژل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پېنډۍ کې پاکستانۍ پوځي الوتکه پر کورونو لوېدلې، ۱۸ تنه وژل شوي

د راولپېنډۍ د موړه کالو په نامه یوه کلي کې بېګا نیمه شااوخوا دوې بجې د یوې پاکستانۍ پوځي الوتکې په نسکورېدو کې د پنځو پوځیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.

په پوځي بیانه کې راغلې چې د معمول پر روزنه بوخته دغه الوتکه کې اور لګېدلی وو او لاندې پر ولسي کورنو لوېدلې وه چې پکې د دوی دوه پایلټان، درې امنیتي اهلکاران وژل شوي دي.

بلخوا د راولپېنډۍ یوه ضلعي افسر رسنیو ته ویلي چې الوتکه پر ولسي کورونو رالوېدلې چې له کبله د پنځو پوځيانو علاوه نولس نور ولسي وګړي هم وژل شوي دي او د ۱۲ نورو ولسي کسانو د ژوبلېدو خبره کوي.

دا هم وګورئ: د الوتکې غورځېدو لاملونه - مرکه

د سترګو لیدلی حال وايي چې پر کورونو تر لوېدو وړاندې د الوتکې تر لکي د اور لمبې ختلې چې لاندې پر یوه کوره رالوېده. راپورونه وايي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د پېښې ژوبل یې پوځي روغتون ته رسولي او په نورو سرکاري روغتونونو کې بېړنۍ حالت لګول شوی دی.

پاکستان هوايي چلند اداره (سیول اېویېشن اتارټي) د ژغورنې او حفاظتي چارو ښه ریکارډ نه لري.

په ۲۰۱۰ز کال له همدغه راولپنډۍ سره جوخت پلازمېنه اسلام اباد کې د بلو هوايي کرښې یوه الوتکه رانسکوره شوه چې پکې ټول سپاره ۱۵۴ تنه وژل شوي ول.

دا هم وګورئ: د پاکستان په لوېدلې الوتکه کې سپاره ۴۸ کسان ټول وژل شوي

په ۲۰۱۶ز کال کې د پي ای اې یوه الوتکه له چتراله و اسلام اباده پر لار وه چې د خیبر پښتونخوا د هریپور په هوېلیا کې راچپه شوې وه چې پکې تر څلوېښتو زیات کسان پکې وژل شوي ول.

پاکستان کې د الوتکو غورځېدو تاریخچه

دا چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته د دې هېواد څومره الوتکې غورځېدلې دي او په هره پېښې کې څومره کسان وژل شوي؟ په دې اړه د فرانسې خبري اژانس یو رپورټ خپور کړې چې د هرې پېښې تفصیل یې ورکړی.

د ۱۹۶۵ز کال د مې ۲۰مه

د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پي آی اې) د مصر پلازمېنې قاهرې په خپل لومړۍ سفر تللې وه چې د کوزېدو پر مهال وغورځېده او په کې ۱۲۴ کسان ووژل شول.

د ۱۹۷۰ز کال د اګست شپږمه

د پي آی اې الوتکه د اسلام اباد له هوايي ډګره د الوتو په حال کې وغورځېده. په دې پېښه کې ۳۰ کسان ووژل شول.

د ۱۹۷۲ز کال د ډیسمبر اتمه

د پي آی اې بله الوتکه په راولپېنډۍ کې پرېوته چې په کې ۲۶ کسان ووژل شول.

د ۱۹۷۹ز کال د نومبر ۲۶مه

د پي آی اې الوتکې له سعودي عربه حاجیان را خیستي ول. دا الوتکه د جدې له هوايي ډګره تر الوت لږ ساعت وروسته وغورځېده او په کې سپاره ۱۵۶ کسان وغورځېدل.

د ۱۹۸۶ز کال د اکتوبر ۲۳مه

د پي آی اې الوتکه په پېښور کې د کوزېدو پر مهال نسکوره شوه او په کې له سپرو ۵۴ کسانو ۱۳ ووژل شول.

د ۱۹۸۸ز کال د اګست ۱۷مه

یوه الوتکه د دې هیواد په بهاولپور کې غورځېدلې وه چې په کې د پاکستان پوځي ولسمشر جنرال ضیاء الحق سره له نورو لوړ پوړو پوځي جنرالانو ووژل شو. دا د دې هیواد یوه لویه پېښه بلل کېږي. په دې پېښه کې د امریکا سفیر هم وژل شوی وو.

د ۱۹۹۲ز کال د سپټمبر ۲۸مه

د نیپال په کټمنډو کې د پي آی اې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۱۶۷ کسان وژل شوي ول.

د ۲۰۰۳ز کال د فبرورۍ ۱۹مه

بله لویه پېښه د خیبر پښتونخوا په کواټ کې شوې وه. د الوتکې د غورځېدو په دې حادثې کې د پاکستان د هوايي ځواک (پاکستان ایر فورس) مشر مصحف علي، د هغه مېرمن او ۱۵ نور کسان وژل شوي ول. دا پوځي الوتکه وه.

د ۲۰۰۳ز کال د فبرورۍ ۲۴مه

له کراچۍ سره، په عرب سمندرګي کې یوه الوتکه غورځېدلې وه چې په کې د افغانستان د کانونو او صنایعو وزیر جمعه محمد محمدي وژل شوي وو.

د ۲۰۰۶ز کال د جولای ۱۰مه

د پنجاب په ملتان ښار کې یوه الوتکه تر الوت وروسته وچاودېده او په کې ټول ۴۵ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۰ز کال د جولای ۲۸مه

د کراچۍ له ښاره اسلام اباد ته تلونکې د ایر بلو هوايي شرکت الوتکه د اسلام اباد د مارګلې په غره کې وغورځېده چې په کې سپاره ټول ۱۵۲ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۰ز کال د نومبر ۵ مه

یوه الوتکه په کراچۍ کې تر پرواز وروسته وغورځېده او په کې د یوې اېټالیوي د تېلو شرکت کارکوونکي ووژل شول. په دې پېښه کې ټول ۲۱ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۰ز کال د نومبر ۲۸مه

له کراچۍ یوې الوتکې تر الوت سمدستي وروسته اور واخیست او په کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۲ز کال د اپرېل ۲۰مه

له اسلام اباد سره نېږدې، د بوجا ایر هوايي شرکت الوتکه وغورځېده چې په کې ۱۲۷ کسان ووژل شول.

۲۰۱۶ز کال د دسمبر ۷

د پي ای اې الوتکه له چتراله و اسلام اباده پر لار وه چې د خیبر پښتونخوا د هریپور په هوېلیا کې چپه شوې وه او تر څلوېښتو زیات کسان پکې وژل شوي ول.