کېلیفورنیا کې د مېلې پر برخوالو له ډزو درې تنه وژل شوي

امریکا: پولیس چارواکي تر یوه خونړي برید پس په ګیلروی کې د ګېلروی ګارلېک مېلې ګډونوالو بدرګه کوي. ۲۰۱۹ز کال، ۲۸ جولای

په اتوار/یکشنبه د امریکا په کېلیفورنیا ریاست کې په یوه مېله کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

یوه ځايي کونسلر اسوشیېټیډ پرېس ته وویل دا پېښه هغه مهال وشوه چې یو کس د مېلې پر ګډونوالو ډزې وکړې. په دې پېښه کې ۱۲ تنه ژوبل شوي هم دي.

عېني شاهدانو این بي سي ټېلېويژن ته ویلي چې بریدګر د ۳۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکی سپین پوستی تن وو . چارواکي د برید ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړي دی.