د افغانستان، پاکستان او انډونیشیايي دیني عالمانو غونډه جوړېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په انډونیشیا کې د دیني عالمانو لومړی غونډه.

افغان چارواکي وايي، ټاکل شوې چې راتلونکې میاشت د افغانستان، پاکستان او انډونیشیا دیني عالمان دویمه غونډه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د جولای پر ۲۴مه په یوه بیان کې وویل، د انډونیشیا د بهرنیو چارو وزارت د اسیا ارام بحر او افریقا د چارو مشر دېسرا پارکایا پرون د ملي امنیت شورا له مرستیال عتیق الله نوشېر سره ولیدل او ورته یې وویل چې د عالمانو غونډې ته یې د اګست ۲۷مه نېټه ټاکلې.

تر دې مخکې د درېواړو هېوادونو عالمانو په مې میاشت کې تر غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې په سیمه کې د سختدریځۍ او ترهګرۍ د خپرېدو پر مخنیوي ټینګار کړی وو.