شفیق شېر اپریدی وايي تورخم کې ستونزې هواروي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جولای ۲۰مې په انتخاباتو کې د خیبر له ۱۰۵مې حلقې بریا ترلاسه کوونکی شفیق شېر اپریدی وايي، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته په رسېدو به هلته د خپلې سیمې بنیادي اړتیاو په اړه غږ پورته کوي او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ودې لپاره به په تورخم کې ستونزې هواروي. د نوموړي په حلقه کې لواړګی، تورخم، شلمان، بازار زخه خېل او ملاګوري سیمې شاملې دي. له شفیق شېر اپریدي سره ویډیويي مرکه وګورئ.