د امريکا ولسمشر ډونلد ترمپ له دې کبله له نيوکو سره مخامخ دی چې نوموړی وايي، پاکستان د ممبۍ د ۲۰۰۸م کال بريدونو تر شا مبينه لاس لرونکی حافظ سعيد د ۱۰ کالو تر لټون وروسته نيولی دی.
ټرمپ دغه څرګندونې د جولای پر ۱۷مه په يوه ټويټ کې کړي.
After a ten year search, the so-called “mastermind” of the Mumbai Terror attacks has been arrested in Pakistan. Great pressure has been exerted over the last two years to find him!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) July 17, 2019
دا په داسې حال کې ده چې حافظ سعيد ازاد ګرځېدو او تر دې پورې چې ولسي غونډو ته به يې ويناوې هم کولای.
د جولای پر ۱۷مه پاکستانيو چارواکو وويل چې د ممبۍ بريدونو ترشا مبينه لاس لرونکی سختدريځه اسلامي مشر حافظ سعيد يې نيولی دی.
په دغه بريدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.
حافظ سعيد پر داسې وخت نيول شوی چې ټاکل شوی د جولای پر۲۰مه عمران خان په واشنګټن کې له امريکايي چارواکو سره ملاقاتونه وکړي.
عمران خان ژمنه کړې چې هغه به د وسله والو ډلو پرضد کاروايي کوي.
ټرمپ د حافظ سعيد د نيولو هر کلی کړی او دا يې د خپلې انتظاميې لخوا پر پاکستان د فشار نتيجه بللې.