امریکا اقتصادي ترهګري کوي: جواد ظریف

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، امریکا پر ایران د بندیزونو له عملي کولو سره په اقتصادي ترهګرۍ کې ښکېل شوې او له ایران سره د اټومي لوظنامې په وتلو سره يې خپل دریځ اغېزمن کړی.

د جولای پر ۱۷مه د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل، پر ایران د ولسمشر ټرمپ یو طرفه بندیزونه د غیر قانوني سیاسي ګټو ترلاسه کولو لپاره له کسته بېګناه وګړي په نښه کوي.

په ۲۰۱۸م کال د ایران او نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د اټومي لوظنامې د وتلو وروسته امریکا په ایران پراخ بندیزونه لګولي او هڅه کوي چې د ایرانيو تېلو د برامداتو کچه صفر ته راښکته کړي.

د ۲۰۱۵م کال د اټومي لوظنامې په نتیجه کې ایران خپل اټومي پروګرام محدود کړی ول او په بدل کې ترې بندیزونه لیرې کړل شوي ول.