په خټه ایرانۍ- فرانسوۍ فریبا عدلخواه مو نیولې: ایران

ایراني الاصله فرانسوۍ فریبا عدلخواه

د ایران عدليې د جولای پر ۱۶مه د ایراني الاصله فرانسوۍ فریبا عدلخواه د نیولو پخلی کړی.

د فرانس ولسمشر ايمانيول مېکخوا د جولای پر ۱۵مه وویل چې دا مسله یې له تهران سره راپورته کړې او د فریبا د نیول کېدو په اړه يې وضاحت غوښتی دی.

فریبا عدلخواه د پېرس د سیاسي مطالعاتو د انسټيټیوټ څېړونکې وه چې باور کېږي تېره مياشت ايران ته د سفر پر مهال د ایران اسلامي انقلابي ساتندويه ځواک د جاسوسۍ په شک نیولې ده.

د ایران د عدليې ویاند غلام حسېن اسماعیلي د جولای پر ۱۶مه خبریالانو ته وویل چې فریبا عدلخواه په دا وروستيو کې نیول شوې خو د مسلې حالت په کتو دم ګړی د نورو معلوماتو ورکول مناسب نه ګڼي.

تر دې وړاندې د فرانس ولسمشر په بلغراد کې په یوه خبري غونډه کې ويلي و چې هغه د فریبا عدلخواه پر نيول کېدو اندېښمن دی.