افغان ځواکونه په خوست کې د ۱۶وسله والو وژلو ادعا کوي

په خوست کې د فغان ځواکونو عملیات.

د افغانستان د خوست امنیتي چارواکي وايي، د جولای پر ۱۲مه شپه د دولت وسله والو مخالفینو د یاد ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ او نورو نېږدې امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې ۱۶وسلوال په کې وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د جولای پر ۱۳مه په خوست کې د ملي اردو د اولې لواء د رسنیز دفتر مشر مشال راډیو ته وویل، چې د وژل شویو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي وو، چې وروسته يې افغان ځواکونو د لیږدولو اجازه ورکړه.

د سرچینې په وینا، چې په دې جګړه کې د ملي اردو او ملي پولیسو دوه سرتېري هم وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.

په خوست کې د ملي اردو د رسنیز دفتر مشر وویل، د ۱۰ وژل شویو وسله والو پېژندنه شوې چې ۶ يې د لوګر او څلور يې د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکي ول.

د دوی د مالوماتو له مخې سیمې ته تازه دمه افغان ځواکونه رسیدلي او د وسله والو لخوا د لارې په اوږدو کې ځای پر ځای شویو ماینونو څخه سیمه پاکه شوې ده.

افغان ځواکونو ادعا کړې، چې په دې جګړه کې له مخالف لوري څخه یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.