د افغاستان د کورنيو چارو وزارت وايي، بېګا د جولای پر درېمه په کابل کې يو ځانمرګى بريدګر هدف ته تر رسېدو مخکې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي پر ټويټر ليکلي چې دې بریدګر غوښتل په کابل کې زنبق څلورلارې ته نېږدې د احتجاجي وکیلانو خيمه په نښه کړي.
د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو ځينې ناکامه اعلان شويو کانديدانو له څو اوونيو راهيسې احتجاجي خېمه درولې او ادعا کوي چې له دوی سره بې انصافي شوې ده.