کرېکټ نړیوال جام: کوربه انګلستان هند ته ماتې ورکړه

د هند کرکټ لوبډله

د کرېکټ په نړیوال جام کې کوربه انګلستان هند ته ماتې ورکړه او په څلورو مخکښو ټیمونو کې يې ځاى وموند.

انګلستان په پرونۍ لوبه کې چې په برمنګهم ښار کې وشوه، د هند لپاره د ۳۳۸ منډو هدف ورکړ.

هندي لوبغاړو یوازې ۳۰۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۳۱ منډو په توپیر بایلوده.

هند دوې نورې لوبې هم لري چې د څلورو مخکیو لوبډلیو لیکې ته ځان ورسوي.

د هند ماتې د پاکستان او بنګله‌دیش ټیمونو د مخکې تګ مخه هم تر یوې اندازې ډب کړې ده، ځکه پاکستان په نهو نمبرو مخکې څلورم ځای خپل کړی و او اوس له انګلستانه یوه نمبر کم دی او پنځم مقام ته ټيټ شو.

نن به د سریلانکا او ویسټ انډیز ټیمونه په نړیوال جام کې سره مخ شي.

د دوی لوبه د انګلستان د چيستر لي سيتريت په لوبغالي کې د کابل پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو او د پېښور پر دوه نیمو پيلېږي.

د افغانستان ټیم په نړیوال جام کې اته پرله‌پسې لوبې بایللي او یوه وروستۍ مسابقه یې راتلونکې پنجشنبه له ویسټ انډیز سره پاتې ده.