پاکستان کې سږ کال ۳۲ ماشومان ګوزڼ وهلي

کراچي کې ماشوم ته پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي (ارشيف)

د پوليو يا ګوزڼ ناروغي ضد کمپاين لپاره د پاکستان د وزيراعظم عمران خان سلا کار بابر بن عطا وايي چې په خیبر پښتونخوا کې د پولیو پنځه نوي پېښې ریکارډ شوي دي.

نوموړي پرون [د جون ۲۷مه] پر ټويټر پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د پولیو خلاف د منفي تبليغاتو له کبله مېندې او پلرونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي. نوموړي پر والدېنو غږ وکړ چې دغه منفي پروپاګند ته غوږ و نه نیسي.

عطا وویل د پولیو پنځه کېسونه د خیبر پښتونخوا په بنو، تور غر او شمالي وزیرستان کې مخې ته راغلي دي.

په خيبر پښتونخوا کې له نویو پېښو سره په ټول پاکستان کې سږ کال [۲۰۱۹م] د ګوزڼ ناروغانو شمېره ۳۲ ته ورسېده چې زياتره يې په خېبر پښتونخوا کې دي. تر دې مخکې د جون پر ۲۰مه په خېبر پښتونخوا کې د پولیو درې کېسونه ثبت شوي ول.

پاکستان او افغانستان يوازیني هېوادونه دي چې اوس هم پکې د پولیو ناروغي موجوده ده.