کرکټ: سریلانکا او جنوبي افریقا نن، پاکستان او افغانستان سبا سیالي لري

عماد وسیم تر بالېنګ مخکې لوبغاړو ته هغوی ځایونه ورښيي

د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د جون پر ۲۸مه سریلانکا او جنوبي افریقا او پر ۲۹مه یې پاکستان او افغانستان یو بل ته مخامخېږي.

د جون پر ۲۷مه، په لوبه کې هند، وېسټ انډیز ته په ۱۲۵ منډو ماته ورکړه.

لومړی بیټېنګ هند وکړ او په ۵۰ اورونو کې یې ۲۶۸ منډې وکړې.

د وېسټ انډیز ټول لوبغاړي په ۳۵م اور کې په ۱۴۳ منډو وسوځېدل.

په دې توګه هند دویمه لوبډله شوه چې د نړیوال جام بل پړاو ته یې لار ومونده.

هند تر اوسه په شپږو سیالیو کې پېنځه ګټلې دي او یوه یې د بارانه له وجې بې له پایلې پاتې شوې.

تر هند مخکې د اسټرالیا لوبډله د نیمه پایلوبې پړاو ته بریالۍ شوه. اسټرالیا له اووه څخه شپږ سیالۍ ګټلې دي او یوه یې بایللې.

د جون پر ۲۸مه، د سریلانکا او جنوبي افریقا لوبه د پېښور پر دوه نیمو بجو پیلېږي.

سریلانکا تر اوسه له شپږو څخه دوه او جنوبي افریقا له اووه څخه یوه لوبه ګټلې.

اخوا په نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان سیالي د جون پر ۲۹مه د انګلستان په لیډز ښار کې کېږي.

افغان لوبډلې تر اوسه یوه سیالي هم نه ده ګټلې خو پاکستان په اووه کې درې لوبې ګټلي، درې یې بایللي او یوه یې د بارانه له کبله بې نتیجې پاتې شوې.