د جنوبي وزیرستان د ټاکنو کمشنر ویلي، امیدوارانو ته به د ټاکنیز کمپاین لپاره د غونډو کولو اجازه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په جنوبي وزیرستان کې امنیتي وضعې ته په کتو حکومت د ۱۴۴ دفعې لاندې په غونډو کولو بندیز لګولی دی.
د ضلعې الیکشن کمشنر اصف خان خټک د جون پر۱۷مه مشال راډیو ته وویل د قانون سره سم په قبایلي ضلعو کې د جولای پر ۲۵مه مخکې د صوبایي اسمبلۍ لپاره ټاکنې کول لازمي دي.
په قبایلي ضلعو کې د صوبایي اسمبلۍ د ټاکنو لپاره د جولا دویمه اعلان شوې وه چې وروسته بیا ټاکنې د جولا پر۲۰مه ته وځنډول شوې.