بلاګر بلال ووژل شو

یو پولیس چارواکی د هغه ځای کتنه کوي چې بلاګر بلال خان یې بېګا د جون پر ۱۶مه وواژه.

په پاکستان کې پوليس وايي، بریدګرو یو بلاګر او د ټولنيزو رسنيو فعال په چړو وژلی دی.

د اسلام اباد پوليسو مشر سردار ملک نعيم ويلي، ۲۲ کلن محمد بلال خان د جون د شپاړسمې په شپه د اسلام اباد په جي ناين مرکز کې وژل شوی دی. پر ټويټر ۱۶۰۰۰، پر يوټيوب چېنل ۴۸۰۰۰ او پر فېسبوک تر ۲۲۰۰۰ زیاتو کسانو د هغه پاڼې خوښې کړې دې.

هغه به تل د اسلام په اړه ليکنې کولې او د سنيانو او شیيعه ګانو په ګډه د سوليز ژوند تېرولو تبليغ به يې کولی.

نوموړي په دې نږدو کې په جبري توګه د لادرکه کسانو په اړه پر ټويټر پاڼه کمپېن کړی وو. ادعا کېږي چې پوځ او استخبارتي ادارې خلک لادرکه کوي.

د جون پر ۱۶ مه تر وژل کېدو له مخه محمد بلال د سختدريځه جنرال فيض حميد د پاکستان جاسوسي ادارې ای اېس ای د نوي مشر په توګه پر ټاکل کېدو په طنزيه انداز تنقيد کړی وو.

د اسلام اباد پوليسو مشر وايي چې محمد بلال په باره کوه سيمه کې د خپل تره په کور کې وو جې د جون ۱۶مې پر شپه ورته ټېليفون وشو او د ده په وينا هغه ته وويل شو چې جي ناين مرکز ته ورشي.

د پوليسو مشر زياتوي، کله چې محمد بلال هلته ورغلی نو يو کس له هغه سره ملاو شو، نږدې ځنګل ته يې بوتلو او بربد یې پر وکړه.