د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ويلي، اروپايي هېوادونه دې د دوی د پوځي صلاحیتونو زیاتولو پر هڅو له نيوکو ډډه وکړي.
د ایران سرکاري میډیا په یکشنبه د جواد ظریف په حواله وويل، اروپايي هېوادونه صلاحيت نه لري چې د ایران او د نړی د طاقتورو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړون پرته په نورو معاملو تنقید وکړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې د جرمني بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس د دې لپاره ايران ته د سفر پلان لري چې له هغه هېواد سره د اټومي وسلو د نه پراخېدو د تړون خوندي ساتلو پر لارو چارو خبرې وکړي.
فرانسه، برېتانیا او جرمني چې دا تړون یې لاسلیک کړی، هڅه کوي چې په ۲۰۱۸ز کال له يادې لوظنامې د امریکا د وتلو د یو اړخیزې فیصلې باوجود دغه تړون پرځای وساتي.