د جون پر اوومه، د ۲۰۱۹ز کال د کرېکټ نړیوال جام د سیالیو په برخه کې پاکستان او سري لنکا یو بل ته مخامخېږي.
د جون پر شپږمه په لوبه کې اسټرالیا وېسټ انډيز ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه.
لومړی بیټېنګ اسټرالیا وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې وېسټ انډیز ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه چې هغوی پوره نه کړای شوې.
د اسټرالیا نیتن کولټر نایل د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
پاکستان تر اوسه د نړیوال جام په لوبو کې دوه سیالۍ کړې دي.
په لومړۍ سیالۍ کې یې د وېسټ انډیز پر وړاندې ټول لوبغاړي پر ۱۰۵ منډو سوځېدلي ول.
د دې له کبله پر پاکستانۍ لوبډلې خورا انتقادونه وشول.
خو په دوهمه سیالۍ کې یې انګلستان ته د ۳۴۹ منډو هدف ورکړ او لوبه یې تر سختې مقابلې وروسته وګټله.