د بریتانیا هوایي شرکت بریټیش ایېروېز تر ۱۰ کلن ځنډ پس پاکستان ته یو وار بیا له جون میاشتې څخه الوتنې پیل کړي دي.
د جون پر دوهمه نېټه د یاد شرکت الوتکه د لندن له هیترو هوايي ډګره والوته او د جون پر درېمه د اسلام اباد پر نړېوال هوايي ډګر کوزه شوه.
د پاکستان لپاره د برتانیې لوړ پوړي ډیپلومېټ تومس ډریو په دې اړه ویلي، دا د پاکستان او بریتانیا لپاره یوه لویه ورځ ده.
په ۲۰۰۸م کال کې د اسلام اباد پر مېریټ هوټل تر برید وروسته بریټیش ایېروېز پاکستان ته خپل پروازونه ځنډولي ول. په هغه برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.