ټرمپ: برتانیه دې د اروپايي ټولنې په اړه کلک دریځ خپل کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر برتانیه ټینګار کړی چې که غوښتنې یې نه پوره کېږي نو باید د اروپايي ټولنې په اړه کلک دریځ خپل کړي او بې د موافقې له مذاکراتو ووځي.

د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د جون پر لومړۍ نېټه د برتانیې په ټایمز ورځپاڼه کې له هغې یو ورځ وروسته خپرې شوې چې د ټرمپ لخوا د برتانیې د راتلونکی وزیراعظم لپاره د بوریس جانس په حق کې د خبرو کولو پر سر لانجه پیدا شوه.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به د جون پر دریمه برتانیې ته رسمي سفر پیل کړي.

نوموړي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د برتانیه راتلونکی وزیراعظم دې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د اربونو پونډو بیلونه نه ورکوي او که برسلز د برتانیې غوښتنې نه پوره کوي نو باید استازي مزاکرات پرېږدي.

تر دې وړاندې د مې پر ۳۱مه په سن ورځپاڼه کې په خپره شوې مرکه کې ولسمشر ټرمپ ویلي ول، جونس به د وزیراعظمې ټریزا مې وروسته د وزیراعظم د څوکۍ لپاره یو غوره انتخاب وي.

د ولسمشر ټرمپ د دې څرګندونو په ځواب کې د برتانیه د اپوزیشن لیبر ګوند جیرمي کاربن وویل، دا د برتانیه په چارو کې یو نه منونکی مداخلت دی.