د ۲۰۱۹ ز کال نړيوال کرېکټ جام دولسمې جهاني سیالۍ

له ارشیفه د وېست انډیز لوبغاړی کریس ګیل له نندارچیانو سره د زمبابوې په هرارې لوبغالي کې له افغانستان د ۲۰۱۸ ز کال شل اوریزه سیالیو ګټلو پس تصویر اخلي

په دې دولسم نړيوال کرکټ جام کې دفاعي اتل اسټراليا، افغانستان، بنګلادېش، انګلېنډ، هند، نيوزي لېنډ، پاکستان، جنوبي افریقا، سريلنکا او وېسټ انډيز برخه اخلي.

د کرکټ نړيوالې شورا يا ای سي سي په خپله ويب پاڼه ليکلي چې دا وار يې د جهاني جام سیالیو کې لږ ټيمونه ځکه اخیستي چې غواړي په راتلونکې کې کرېکټ د نړۍ تر ټولو غوره لوبه وګرځي او دوی يې پیل د ۲۰۱۹ م کال له نړيوال جام څخه کوي.

دا ټولې لوبډلې به د انګلېنډ او وېلز په ۱۱ مېدانونو کې له يوه بل سره لوبېږي.

ګټونکې څلور لوبډلې به نيمه پایلوبې (سيمې فاینل) ته وځي او پایلوبه (فاېنل مېچ) به د جولايي په ۱۴ مه په لارډز میدان کېږي. د نړيوال کپ انتظاميه وايي چې د سيالۍ نندارې په اته لکه ټکټونو کې ۹۵ فيصده خرڅ شوي دي او دوی ادعا کوي چې په ټکټ پېرودونکیو کې په درېوو کې يو یې د کرېکټ نوی مينه وال دی.

د يادونې ده چې د ۲۰۱۹ م کال نړيوال کپ جوړښت/فارمېټ (رابن فارمېټ) دی چې پکې به هر يو ټيم په تورنمنټ کې له شاملو ټولو لوبډلو سره مېچ کوي .

په دې کې به هره يوه لوبډله نهه نهه مېچونه کوي. د يو مېچ ګټلو پر سر به دوه پواينټونه وي.

او که لوبه بې پایلې وي یانې (ډرا شي يا څه نتيجه ورنکړي) نو د دواړو لوبډلو ته به يو يو پواينټ ورکول کېږي. د لوبې اصول ډېر اسان دي او هغه دا چې د کومو څلورو لوبډلو پواينټونه زيات وي نو هغه به سيمي فاينل ته ځي.

همداراز که د کومو لوبډلو پواينټونه يو شان وي نو بيا چې کومې لوبډلې زيات مېچونه ګټلي وي نو هغه به مخکې ځي او که فرضکه د دوو لوبډلو پواينټونه او ګټلې لوبډلې يو شان وي نو بيا به پرېکړه د منډو په حساب (رن رېټ) کېږي.

د پخوانيو نړيوالو جامونو په پرتله په اوسنیو سیالیو کې که نیمه پایلوبه/سیمي فاینل نتیجې ته و نه رسېدله نو فیصله به یې په سوپر اوور کېږي. مخکې به يوازې په پایلوبه/فاينل مېچ کې سوپر اور وو. د دې ټورنمنټ د انعام ټول رقم لس ميليونه ډالره دی چې پکې به فاينل مېچ ګټونکې لوبډلې ته ۴۰ لکه ډالره او بایلونکې هغې ته به ۲۰ لکه ډالره ورکول کېږي او د سيمې فاينل مېچونو بایلونکیو لوبډلو ته به اته اته لکه ډالره ورکول کېږي.