د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، ډاکټر حمد الله محب د مې پر ۲۸مه د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره کتلي دي.
د ملي امنيت له دفتره د مې پر ۲۹مه مطبوعاتو ته لېږلې بيان کې ويل شوي چې دواړو پر سيمه ييز امنيت خبرې وکړي.
تمه ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به تر واړه اختر وروسته اسلام اباد ته لاړ شي.
هغه ته دا بلنه د پاکستان وزير اعظم عمران خان ورکړې وه.
کابل پر اسلام اباد د طالبانو د جګړې د ملاتړ تور پورې کوي خو هغو یې نه مني او وايي چې پر طالبانو درلودونکی اثر رسوخ د سولې لپاره کارولی شي.