د روسيې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وايي، ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او د افغان شخړې هوارولو لپاره دې د دې هېواد ټول سیاسي او ټولنیز ځواکونه په خپلو کې سره کښېني.
لاوروف دا څرګندونې په سشنبه په مسکو کې د طالبانو او یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو غونډې ته وکړې چې د روسيې او افغانستان ترمنځ د ډپلوماټیکو اړیکو د سلمې کالیزې په تړاو جوړه شوې ده.
لاوروف وویل: "روسیه پوره یقین لري چې د افغانستان شخړه پوځي حل نهلري. سولې ته رسېدل یوازې له سیاسي او ډپلوماټیکو لارو ممکنه ده."
سرګې لاوروف په دې غونډه کې طالب استازیو ته د هرکلي په لړ کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه: "موږ له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو بشپړه وتنه غواړو. موږ پر ټولو افغان اړخونو چې ټول سیاسي او ټولنیز ځواکونه پکې شامل وي، غږ کوو چې ژر تر ژره خبرې اترې پیل کړي."
د ملا عبد الغني برادر په مشرۍ ۱۴ طالب استازي په داسې وخت کې په روسیه کې له پخوانیو افغان چارواکیو سره غونډه کوي چې طالبان لا هم په روسیه کې د یوه ترهګرې ډلې په توګه ثبت دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یو شمېر پخواني چارواکي او د جهادي ډلو مشران او مسولان د مسکو په غونډه کې ګډون لري.
دغه راز په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند هم د مسکو په غونډه کې برخه لري، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا نوموړی به له طالب استازیو سره وګوري او که نه؟
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د طالبانو استازي او یو شمېر پخواني افغان چارواکي به په مسکو کې د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.
نوموړي هم نهدي ویلي چې طالب استازي به له افغان سفیر سره وویني او کهنه؟
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي
د مسکو په کنفرانس کې د افغان حکومت او د سولې د عالي شورا د مشر د ګډون په اړه بیا د افغانستان بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان او روسیې د سل کلنو اړیکو په لمانځغونډه کې د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي د سولې د عالي شورا په استازیتوب ګډون کوي، خو په مسکو کې به د افغانستان سفیر د افغان حکومت په استازیتوب ګډون وکړي، طبعاً اصلي ټکی سوله ده، هر هېواد چې د افغان حکومت او خلکو په ملکیت او رهبرۍ سولې ته د رسېدو په هدف دغه موارد په پام کې نیسي، موږ یې هرکلی کوو."
طالب استازي او پخواني افغان چارواکي پهداسې حال کې د دوهم ځل لپاره د روسيې په منځکړتوب په مسکو کې غونډه کوي چې بل لور ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر اوسه په قطر کې له طالبانو سره ۶ ځله غونډه کړې ده چې تراوسه يې د کوم لوی پرمختګ او نتیجې څرک نه ښکاري.