جواد ظریف: منځني ختیځ ته د امریکايي عسکرو لېږل خطرناک دي

جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي د امریکا منځني ختیځ ته د نورو عسکرو لیږل د نړۍ د امن لپاره یو خطرتاک عمل دی.

جواد ظریف د مې پر ۲۵مه د ایران سرکاري خبري اژانس اېرنا ته ویلي چې د دوی په سیمه کې د امریکایي عسکرو زیاتېدل به د نړۍ امنیت ته خطر پېښ کړي او باید په دې اړه خبرې وشي.

دا له هغې وروسته ده چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې له ايران سره د مخ په زياتيدونکي کړکيچ په تناظر کې منځني ختيځ ته ۱۵۰۰ امریکایي عسکر استوي چې هلته خپل پوځي طاقت نور پیاوړی کړي.

خو ولسمشر ټرمپ ټينګار کړی چې د دې ځواکونو کردار به حفاظتي وي.

د ولسمشر ټرمپ تر دې اعلان وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یو بیان کې وویل چې ټرمپ انتظاميه پلان لري چې سعودي عرب ، متحده عرب امارات او اردن ته د ۸.۱ اربو ډالرو وسلې په دې موخه ورکړي چې د ايراني جارحيت مخه ونيسي.

د امریکا او ایران اړیکي له هغې وروسته خرابې شوې چې تېرکال ولسمشر ټرمپ د ایران سره د نړیوالو طاقتونو د ایټمي تړونه د امریکا د وتلو اعلان وکړ.