د اوکراین نوي ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پارلېمان ړنګ کړ

د اوکراین نوي ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي

د اوکراین نوي ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې پر ۲۰مه د خپلې دندې تر لوړې وروسته د هېواد پارلېمان ړنګولو اعلان وکړ.

له دې اقدام سره دی غواړي چې تر وخت مخکې د انتخاباتو په کولو، په پارلېمان کې زیات واک ولري.

زېلېنسکي وویل، په ختیځ اوکراین کې د هېوادوالو د وژنو مخنیوي لپاره ټول اقدامات کوي: ''زموږ لومړنی کار به دا وي چې په دونباس کې اوربند وکړو.''

ټوکمار اداکار زېلېنسکي د اپرېل پر ۲۱مه د ولسمشریزو انتخاباتو په دوهم پړاو کې خپل مخالف نوماند او پخواني ولسمشر پېترو پروشېنکو ته ماته ورکړه.