مذهبي همغږي د مسلو حل دی: ځوانان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مې پر څلورمه د خیبر پښتونخوا د مذهبي او اقليتي ډلو صوبايي څانګې د بېلا بېلو مذهبونو د ځوانانو لپاره په پېښور کې درې ورځنی پروګرام ترسره کړ چې پکې د پاکستان دننه د هر مذهب منونکيو ګډون وکړ. هم په دې ځوانانو کې مو له ځينو سره خبرې کړي دي. له بونېره راسره د هندو مذهب منونکې او ځوانه مدني فعاله رېکا کماري، له مردانه د سېک مذهب منونکې سرنجيت کور او له پېښوره د ياد درې ورځني پروګرام تنظيمونکی او ځوان مدني فعال عثمان خان مېلمانه وو.