د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر چین ، روس او نورو "شریکانو "ږغ کړی چې په ۲۰۱۵م کال کې د شوي ایټمي تړون د دفاع لپاره کلک ګامونه پورته کړي.
جواد ظریف دا څرګندونې د مې پر ۱۷مه په بیجینګ کې له خپل چیني سیال ونک یي سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ له ایټمي تړون څخه د امریکا د وتلو یو کال پوره شوی دی.
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه یوازې خپل هیواد له دې تړون څخه ایستلی بلکې پر ایران یې نرم شوي او لرې شوي بندیزونه بیرته لګولي دي.
امریکا پر ایران تور پورې کوي چې نه یوازې خپل ایټمي پروګرام پراخوي بلکې په سیمه کې د سخت دریځو او ترهګرو ډلو ملاتړ هم کوي خو ایران یې نه مني.
ایران بیا پر امریکا تور پورې کړی چې په سیمه کې په غیر ضروري ډول، کړکیچ زیاتوي.